امنیت

پوليسو درې تنه په جنايي جرمونوکې دښکيلوالي په تور ونيول .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
دکورنيو چارو وزارت له درندو جرمونوسره  دمبارزې درياست موظفينو درې تنه په ننګرهار ولايت کې  دجعلي لمبر پليتونو او دتذوير شويو  جوازسيرونو دپلورني په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه کسان دپنځوسو جعلي لمبر پليټونو او ديو پنځوسو ټوکو تذويرشويو جوازسيرونو او ديو کرولا ډوله امريکايي  موټر دپلورني په تور نيول شوي دي  چې ښايي له هغو څخه  په سازمان موندلو غلا و ،  ورانکارو او تروريستي فعاليتونوکې  کار اخستل کيده .
دغه کسان دکورنيو چارو وزارت ددرندو جرمونو پرخلاف دمبارزې  درياست  دموظفينو له خوا په ننګرهار ولايت کې دعملياتو په ترڅ کې ونيول شول او قضيه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته