پوتین په ۸۳ سلنه روسانو کې محبوبیت لري
نړۍ، د کب ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ
روسیه کې د عامه افکارو یوې ټولنې له لوري د ترسره شوې سروې پایلې ښيي، چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر د روسانو په منځ کې پراخ محبوبیت لري او شاوخوا ۸۳ سلنه خلکو د یو رهبر په توګه د نوموړي د کارونو ستاینه کړې ده.
سروې دغه راز ښيي، چې پر پوتین د روسانو د اعتماد کچه ۸۲ سلنه ده.
دغې سروې کې ۱۵ سوه لویانو برخه اخیستې او د روسيې په ۱۰۴ ښاري او کلیوالي سیمو کې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال د مارچ د میاشتې له لومړۍ تر درېیمې نېټې ترسره شوې ده.
د روسیې په خلکو د ویلادیمیر پوتین د محبوبیت خبره په داسې مهال مطرح کېږي، چې نوموړی یوځل بیا ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ دی او دا ځل د یو خپلواک نوماند په توګه ټاکنو کې برخه اخلي.