خبرونهنړۍ

پوتین: روسیه کې د ګډوډۍ جوړولو دسیسه شنډه شوه

نړۍ، د وري ۷مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون دوشنبې ماښام په مسکو کې د وروستي برید په اړه وینا کې ویلي، چې حمله کوونکو غوښتل، تر څو روسیه کې ګډوډي رامنځته کړي او د روسانو ترمنځ تفرقه جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د حمله کوونکو دغه هیله پوره نه شوه او برعکس د روسانو له لا متحده کېدو او مقاومت سره مخ شول.

پوتین یو ځل بیا د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښودلې او له هغوکسانو څخه یې مننه کړې، چې د پېښې پرمهال د خلکو په ژغورنه کې یې مرسته کړې.

د روسیې ولسمشر زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي تر څو د دغې حملې اصلي جوړونکي او مرکز یې پیدا او پر وړاندې یې ګامونه پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته