پوتین د ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ټاکنو کې بیاځلې ګډون کوي
د لېندۍ ۱۸ مه، باختر
د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون جمعه په کرېملېن ماڼۍ کې پوځیانو ته د مډالونو د ډالۍ کولو ناسته کې ویلي، چې نوموړی به د ۲۰۲۴ زیږدیز کال ولسمشریزو ټاکنو کې سیالۍ ته ودرېږي.
پوتین دغه اعلان داسې مهال کړی، چې د راتلونکي ۲۰۲۴ زیږدیز د مې میاشتې په اوومه نېټه یې د ولسمشرۍ روانه دوره پای ته رسېږي او راتلونکې ټاکنې بیا د مارچ میاشتې په ۱۷ مه نېټه پلان شوې دي.
دا پنځم ځل دی چې ویلادیمیر پوتین د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون کوي او په تېرو شاوخوا ۲۴ کلونو کې د ولسمشر او لومړي وزیر په توګه دغه هېواد مدیریت کړی دی.
روسیه کې ولسمشریزې ټاکنې په داسې مهال راتلونکې دي، چې اوکراین کې د دغه هېواد د پوځ عملیات د نږدې دوه کلونو په تېرېدو لا هم روان دي او ولسمشر پوتین د خپل هېواد د اهدافو د ترلاسه کولو پورې د دغو عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.