خبرونهنړۍ

پوتین د چین پلازمینې بیجینګ ته رسېدلی

نړۍ، د غوايي ۲۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نن پنجشنبې سهار وختي د چین پلازمینې بیجینګ ته رسېدلی او هوایي ډګر کې یې ځانګړی هرکلی شوی دی.

د کرېملېن یوې سلاکارې يوري اوشاکوف ویلي، چې دغه سفر تر نورو هغو مهم دی او د ځانګړي پروتوکول له مخې ترسره شوی دی.

ټاس خبري اژانس وایي دغه سفر دوه پړاوه لري، چې لومړی پړاوو به یې په پلازمینه بېجیګ کې له شي جینګ پېنګ سره پر لیدنه او دویم پړاوو به یې په هاربن ښار کې د روسيې ـ چین فورم کې پر ګډون ورټول وي.

اژانس د روسي سرچینو له قوله زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو مشران به پر دوه اړخیزو اړیکو، نړیوالو مسایلو او اوکراین کې پر جګړې خبرې او نظرونه تبادله کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته