پوتین د منځني ختیځ دوه هېوادونو سعودي او اماراتو ته سفر کوي
نړۍ, د لېندۍ ۱۵ مه, بهرنۍ رسنۍ
ټاکل شوې نن چهارشنبې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د منځني ختیځ دوه هېوادونو سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
دا د کرونا وبا تر خپرېدو وروسته سیمې ته د نوموړي لومړی سفر دی، خو باید وویل شي، چې د دغو درې هېوادونو د مشرانو ترمنځ د نورو نړیوالو ناستو په څنډه کې لیدنې ـ کتنې شوې دي.
د کرېملېن ویاند ویلي د د بوختیاوو له امله د پوتین دغه سفر بېرته مسکو ته د ګرځېدو تر وخته پورې یواځې ۲۴ ساعته نیسي او په جریان کې به یې د سعودي او اماراتي چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو، د غزې پر کړکېچ، اوکراین کې روانې جګړې او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
له کرېملېن ماڼۍ څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د پوتین دغه سفر لومړی اماراتو او بیا سعودي ته ترسره کیږي.
د روسیې د ولسمشر دغه سفر په داسې مهال ترسره کیږي، چې نوموړی په اوکراین کې د پیل کړې جګړې له امله د جرمونو د نړیوالې محکمې په امر د انټرپول یا نړیوالو پولیسو تر څار لاندې دی.
د اوکراین د جګړې تر پیل وروسته دا د نوموړي یو له محدودو سفرونو څخه دی او مخکې تر دې پوتین چین او څو نورو هېوادونو ته هم سفر کړی دی.