خبرونهنړۍ

پوتین د رییسي جنازه کې د ګډون په موخه تهران ته ورځي

نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ
د ګلوب ایز په نوم یوې رسنۍ نن سه شنبې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ځانګړو هوایي امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د ایران د مړه شوي ولسمشر ابراهیم رییسي په جنازه کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کوي.
ټاکل شوې دغه سفر کې څلور سوخو جېټ الوتکې د پوتین د ځانګړې الوتکې ملتیا وکړي.
ویل کېږي د نوموړي د امنیت لپاره ځانګړی ځمکنی ګارد هم په پام کې نیول شوی دی.
ټاکل شوې د رییسي د جنازې عمومي مراسم، چې بهرني مېلمانه هم په کې ګډون کوي، د چهارشنبې په ورځ تهران کې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته