کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين دنوبل دسولې د جايزې ترلاسه کولو ته کانديد شو
د ايرنا د خبرله مخې : د ناروې د نوبل دانسټيټوټ رييس پرون اعلام وکړ
چې ولاديمير پوتين د نوبل دسولې دجايزې ترلاسه کولو ته کانديد شوى دى .
ده وويل : دنوبل دسولې د جايزې د ورکولو لپاره په تصميم نيولو کې د اوکراين دبحران او له لويديځو هيوادونو سره د روسيې اختلافات او دکريميې د سيمې حالات په ګډون په نړۍ کې نورې پيښې هم د پاملرنې وړ دي .
د روسيې دخبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي دي چې د نوبل دسولې دجايزې دترلاسه کولو لپاره دکانديدانو بشپړ لست خپور شوى نه دى .
پوتين تيرکال هم دغې جايزې ته کانديد و.
1 1 دقیقه لوستل