په ۸ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۲ تنه نیول شوي

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۸ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور د ۲۲ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دغه وزارت ویلي چې نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په لړ کې نیمروز کې ۸ تنه د ۲۰ کیلو چرسو، ۸ کیلو اپینو او یوه اندازه هیرویینو، تېزابو او نشه یي ګولیو سره، د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو تن له ۴۱ کیلو اپینو سره، یو تن د ننګرهار په تورخم بندر کې له ۳ کیلو تریاکو په تړاو او ۲ تنه د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې له ۱۷ کیلو تریاکو سره نیولي دي.

سرچینې زیاته کړې چې همداراز، پولیسو د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ په غزني، دوه تنه په پکتیکا، دوه تنه په پروان او دوه تنه په کابل او سمنګان کې نیولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته