په ۶ ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۲۵ تنه  نیول شوي

کابل، سلواغې ۱۵مه، باختر

کورنیو چارو وزات خبر ورکړی چې د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په  ۶ ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۲۵ تنه  نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د خوست ولایت په ګربزو، تڼیو او علي شیر ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، پولیسو همدارنګه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو ۴ تنه په کندهار، دوه تنه په تخار او درې تنه په بلخ، بامیان او نیمروز کې نیولي دي.

سرچینې ویلي پولیسو له نیولو شویو کسانو یوه اندازه چرس، هیرویین، ښیښه او څه د پاسه ۴۰۰ نشه یي ګولۍ هم ترلاسه کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته