په ۲۹ ولایتونو کې له څه باندې ۳۰ زره راستنېدونوکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې
کابل، د مرغومې ۲مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې د یاد وزارت له لوري د ګومارل شویو کمېټو او دویمو واحدونو لهخوا په ۲۹ ولایتونو کې له ۳۰زرو څخه زیاتو راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې په هرات، غزني، تخار، سمنګان، بلخ، سرپل ننګرهار، جوزجان، بامیان، کندهار، بادغیس، پروان، خوست، بغلان، پکتیکا، کندز، کاپيسا، پکتيا، هلمند، پنجشير، فراه، غور، فارياب، ارزګان، خوست، بدخشان، لوګر، ميدان وردګو او لغمان کې د يو شمېر نړۍوالو موسسو په همکارۍ د جګړو او طبيعي پېښو له امله ۳۰ زره او ۱۰۲ اړمنو راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پيسې، روغتيايي توکي، جامې، د شېدو وزې، د پخلنځي لوښي، د وړيو د سپينولو ماشين، لمریزې تختې او حرارتي توکي شامل دي.