خبرونهامنیت

په ۲۱۷ عمری قول اردو کې څه باندې ۶۰۰ پوځي وسایط بیا رغول شوي دي

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو د تخنيک او وسلې مديريت په حمایه لوژستيکي کنډک کې د ۶ میاشتو په موده کې ګڼ شمېر وسایط او وسلې بیا رغول شوې دي.

دغه وزارت ویلي چې په دغو وسايطو کې د قول اردو د جزوتامونو اړوند ۶۱۴ رینجر موټر، ټیلر، انټرنیشنل، هاموي او ضربتي ټانکونه او ۱۸۲ میله سپکې او درنې وسلې چې په تېره اداره کې تخریب شوې وې د دوهم ځل لپاره رغولې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند زرګونه پوځي وسایط او وسلې تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته چمتو شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته