خبرونهامنیتTOP

په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې سلګونه بېلا بېلې وسلې او وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر 

د ملي دفاع وزارت په ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې د سلګونه بېلا بېلو وسلو او وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تېر یوه  کال په اوږدو کې د ۲۰۷الفاروق قول اردو په حمایوي کنډک کې ۳۸۰ بېلا بېل ډوله وسلې، ۹۰ هاموې ټانګونه، ۴۸ زنجیردار روسي ټانګونه، ۴۰ انترنیشنل موټر، ۳۵ ضربتي ټانګونه او ۵ کرېن ترمیم شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه تخریب شوي ټانګونه او وسلې د تېرې ادارې له لوري تخریب او پاتې شوي وو، له ترمیم وروسته د دوهم ځل لپاره ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د تخینکي ټیمونو له لوري زرګونه سپکې او درنې وسلې او وسایط بېرته ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته