خبرونهTOPروغتیا

په ۲۰۲۲ م کال؛ په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه نوې پېښې ثبت شوې دي

کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت، نن د فبروري ۴مه (د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ) ونمانځله.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې غونډې ته د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو معین حبیب الله آخوند زاده، وویل چې په اوسني عصر کې د انسانانو د مړینې ستر او ځوروونکی سبب سرطان دی؛  هغه ناروغي چې هر کال په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي.

آخوند زاده، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه یاد کړ چې د بېلابېلو عواملو له امله یې د سرطان د مړینې لوړ ارقام لري.

هغه ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د عامې روغتیا وزارت د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په لاره کې له ملي او بین المللي بنسټونو سره پوره همکاري کوي او غواړي چې د افغانانو درملنه د هېواد په دننه کې ترسره شي.

همدا رنګه، په افغانستان کې د نړۍ د روغتیايي سازمان (ډبلیو.اچ.او) استازي ډاکټر دال آرا منوال، په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په ۲۰۲۲ میلادي کال ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغۍ شاوخوا ۲۰ میلیونه پېښې ثبت شوې او د ۹.۷ میلیون کسانو مړینه تخمین شوې ده.

د ډاکټر منوال د معلوماتو له مخې؛ په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د افغانستان په ګډون، د نړۍ روغتیايي سازمان د ختیځې مدیترانې په سیمه کې په سرطان ناروغۍ اخته ۷۸۸ زره کسان تشخیص شوي او دا ناروغي به تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې ۷۷ سلنه زیاته شي چې په دې سره به روغتیايي سیستمونه، خلک او ټولنې تر فشار لاندې راشي.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د امراضو د وقایې او کنترول عمومي رئیس ډاکټر حیدرخان حیدر، د سرطان ناروغي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دا ناروغي د وقایې وړ ده او په وقایوي تدابیرو سره یې مخه نیول کېږي.

ډاکټر حیدر د سرطان ناروغي له ډاکټرانو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې خپلې موندنې دې د امراضو د وقایې او کنټرول له عمومي ریاست سره شریکې کړي، ترڅو د سرطان ناروغۍ پر وړاندې یوه ملي او اغېزمنه ستراتیژي برابره شي.

هغه پر نړیوالو روغتیايي سازمانونو او بنسټونو غږ وکړ چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره دې خپلې مرستې او همکارۍ جاري وساتي او هم له سوداګرو او پانګه والو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې پانګونه وکړي، څو هېوادوال دې اړ نشي چې د درملنې لپاره نورو هېوداونو ته لاړ شي.

نورو ویناوالو هم په خپلو خبرو کې، د سرطان ناروغۍ پر درملنې او عواملو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې هېوادوالو ته پر عامه پوهاوي ورکولو، د کادرونو او مسلکي کسانو پر روزنې او ګومارلو او په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکزونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

ویل کېږي چې د روغتیايي خواړه کارول، د فزیکي فعالیتونو ډېرول، د سګرټو او قیلون نه څکول، د الکول نه کارول، د هوا ککړتیاوو له عواملو او کیمیاوي موادو څخه ډډه کول او د انساني پاپیلو ویروس (اچ.پي.وي) پر وړاندې واکسین کول؛ کولای شي د سرطان په اخته کېدو خطرونه کم کړي.

هېره دې نه وي چې د فبروري ۴مه (د سرطان ناروغۍ نړیواله ورځ) هر کال د نړۍ په ګوت ګوت کې نمانځل کېږي او په افغانستان کې هم نن د یوې غونډې په ترڅ کې دغه ورځ ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته