په ۱۶ ولایتونو کې له څه باندې ۱۱ زره راستنېدونکو کورنیو سره مرسته شوې ده
کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې تېره اوونۍ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې له ۱۱ زره او ۸۵ راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې په بلخ، سمنګان، سرپل، ننګرهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندهار، فراه، ميدان وردګ، خوست، هلمند، غزني، لغمان، لوګراو کاپيسا ولايتونو کې له ۱۱ زره او ۸۵ اجباري راستنېدونکو او بې ځايه شوو کورنيو سره د لېندۍ له ۱۱ مې تر ۱۶ مې نېټې په ۱۶ ولايتونو کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوېمي واحدونو له لوري مرستې ترسره شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې په يادو مرستو کې، له هرې کورنۍ سره د يادو ولايتونو د کډوالو د ادارو او نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري د نغدي مرستو، خوراکي او روغتيايي کڅوړې، شېدې لرونکي وزې، ژمنۍ البسه، د وړيو اوبدلو ماشېنونه او د لمریزې برېښنا تخنې وېشل شوې دي.