خبرونهټولنه

په ۱۵ ولایتونو کې له نږدې ۷ زره راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې  هېواد په ۱۵ ولایتونو کې یې له ۶ زره ۹۷۷ راستنېدونکو کورنیو سره مرسته شوې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لېندۍ له ۱۸ مې تر ۲۳مې نېټې په ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بدخشان روزګان، خوست، پکتیکا، بغلان، پروان، غور او لغمان ولایتونو کې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو ۶ زره ۹۷۷ کورنسو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو سربېره ورسره، د روغتیایي کڅوړو، بخاریو، وړیو اوبدلو وسایل او لمریزې برېښنا تختې ورکړل شوي دي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم په هېواد کې له راستنېدونکو او بې وزله کورنیو سره د دغه وزارت له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته