خبرونهامنیت

په ۱۱ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۷ تنه نیول شوي دي

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

کورنیو چارو وزارت وايي چې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ۱۷ تنه د وژنو، غلا، ناقانونه وسلو لرلو او جومات سوځولو په تړاو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې له دوی، پنځه تنه کونړ کې د یو جومات د سوځولو په تړاو، ۳ تنه د غلا او وژنې په تړاو خوست کې، دوه تنه د غلا په تور ننګرهار او پاتې نور کسان هم په کاپیسا، تخار، بلخ، کندهار، غزني او هرات کې نیول شوي دي.

ورته مهال، ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو کندز کې یو تن د دوه میله وسلې د پلور په تړاو او په ارزګان کې یو میل وسله له یو نامسؤله کس څخه ترلاسه شوې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته