په یو شمېر ولایتونو کې د څه باندې ۷ زره راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
کابل، د کب ۱۳ مه باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د څه باندې ۷ زره راستنو شویو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې د کب میاشتې له پنځمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې له ۷ زره او ۴۳۵ کورنیو سره مرسته وشوه.
د سرچینې په وینا، بلخ، ننګرهار، پکتیکا، هرات، کندهار، فاریاب، هلمند، غزني، سرپل، غور، تخار، کندز، پکتیا او جوزجان ولایتونو کې هرې کورنۍ سره د یو شمېر خیریه سازمانونو په همکارۍ نغدي پیسې، خوراکي توکي، د ژمنیو جامو کڅوړې او بخارۍ وېشل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د دغه وزارت لخوا له زرګونو راستنو شویو کورنیو ته دې ته ورته مرستې ترسره شوې دي.