په یو شمېر ولايتونو کې له څه باندې ۱۰ زره راستنو شویو کورنيو سره مرسته شوې

کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د تیرې میاشتې په ترڅ کې په ۲۴ ولایتونو کې د څه باندې ۱۰ زره څخه جبري راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنیو مرسته شوې ده.

دغه وزارت ویلي چې په کندهار، ننګرهار، بلخ، سمنګان، هرات، بامیان، جوزجان، بادغیس، لغمان، تخار، هلمند، فراه، فاریاب، لوګر، کندز، غزني، کاپيسا، بغلان، سرپل، پکتيا، پکتيکا، خوست، ميدان وردګو او پروان ولایتونو کې د يو شمېر نړيوالو مرستندويه مؤسسو په همکارۍ له ۱۰ زره او ۴۹۴ جبري راستنېدونکو او بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په وېشل شويو مرستو کې خوراکي توکي، ژمني جامې، نغدې پيسې، روغتيايي توکي او بخارۍ شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته