په ګرمسير ولسوالۍ کې په درې جريبه ځمکه کې کرل شوى کوکنار واړول شول.
لښکرګاه – باختر دليندۍ نحه ويشتمه :
دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې په درې جريبه ځمکه کې کرل شوى کوکنار واړول شول.
دګرمسير ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن حکمت الله حقمل باختر آژانس ته وويل : سره له دې دتيرکال په پرتله په دغه ولايت کې دکوکنارو کرکېلې کمښت موندلي خو بيا هم په ځينو ولسواليو کې کوکنار کرل کېږي .
پوليس هلې ځلې لري چې دقومي مشرانو په همکاري په دغې ولسوالۍ کې دکوکنارو کرکېله بنده کړي او تراوسه پورې يې وکولى شول چې په درې زره جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول او دغه پروګرام په بشپړه توګه دکوکنارو تراړولو پورې دوام لري.