امنیت

په ګرشک ولسوالۍ کې د ۳ تنوطالبانو وژل کېدل

لښکرګاه باختر د چنګاښ ۳۱ مه
د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی دی.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان پرون د بې پيلوټه  الوتکې  د برید  په  ترڅ کې وژل شوي دي.
د هلمند د والي  ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه  یېز خبریال ته وویل  چې په  ترسره شوي برید کې  ملکي وکړو ته زیان نه  دی اوښتی.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز افغان ځواکونو د لښکر ګاه ښار په مربوطاتوکې شپږ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته