په ګرشک ولسوالۍ کې درې تنه د غلا په تور ونیول شول
هلمند/دکب ۱۷مه/باختر
د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو پرون درې تنه د غلا په تور ونیول.
د ګرشک ولسوالۍ یو امنیتي مسوول باختراژانس ته وویل چې دغه کسان د ګرشک اصلي اوسېدونکي دي او له دغو کسانوڅخه یو موټرسایکل او درې موبایلونه هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په یادې ولسوالۍ کې غله نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
اکرم