امنیت

په ګرشک ولسوالۍ د ځانمرګو يرغلګر بريد شنډ شو

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٩
د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مقر او امنيې قوماندانۍ د ځانمرګو يرغلګرو له خوا بريد وشو.
د هلمند ولايت وياند عمرځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې ځانمرګو يرغلګر نن سهار په شپږو بجو د ګرشک ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په ودانۍ له څلورو لوروڅخه بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له متقابل بريد سره مخامخ شول او تر اوسه پورې درې سيمې د يرغلګرو له شتون څخه پاکې شوې دي او عمليات دوام لري.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: څلور تنه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او د نورو يرغلګرو د ځپلو په مقصد د امنيتي ځواکونو هلې ځلې دوام لري.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې جګړه کې درې تنه پوليسان هم يوڅه ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته