کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩
د هلمند ولايت په ځينو سيموکې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ٧٠ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو عملياتوکې چې له دوو ورځو را په دې خوا د ګرشک ولسوالۍ په ځينو سيموکې دوام لري؛ د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې له طالبانو څخه بېرته ونيولې شوې.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: هغه سيمې چې د امنيتي ځواکونو له خوا له طالبانو څخه بېرته نيولې شوې دي؛ امنيتي ځواکونه د ماينونو په پاکولو بوخت دي، ځکه په دغو ساحوکې د طالبانو له خوا ماينونه ښخ کړي شوي دي.
د آشنا د څرګندونو له مخې: دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د ګرشک ولسوالۍ د بشپړ پاکولو په مقصد پيل شوي دي چې تر اوسه پورې ٧٠ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې د پوليسو ٤ تنه سرتيري شهيدان او٧ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
آشنا زياته کړه چې دغه عمليات د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام کوي.