امنیت

په ګرشک او نادعلي کې وسله والو مخالفينو ته دسر زيان واوښت.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
د ملي اردو ځواکونو پرون د  هلمند ولايت په  مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  د وسله والو طالبانو د ډلې يو شمير غړي  ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ  :
دملي اردو ځواکونو هغه وخت دهلمند ولايت دګرشک او دنادعلي د ولسواليو په مربوطاتو کې په چاڼيزو عملياتو لاس پورې کړ چې وسله وال مخالفين د ورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو لپاره چمتو شوي وو.
د دغو عملياتو په   بهير کې يو شمير وسله وال مخالفين   ووژل شول او يو  شمير نور يې ټپيان شول او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوې.
ديوبل خبرله مخې :
دملي اردو ځواکونو دپکتيکا ولايت دخوشامند ولسوالۍ په   مربوطاتو کې دنصرت په نامه   چاڼيز عمليات ترسره کړي چې له امله   يې يوه اندازه پوځي تجهيزات او وسايل په عملياتو کې دبرخه والو ځواکونو لاسته ورغلي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته