اقتصاد

په ګردیز کې د ۴۶ مېلیونو افغانیو په لګښت د یوې لیلې د رغولو چارې پيل شوې

ګردیز باختر د زمري ۱۶ مه
د  پکتیا ولایت د ګردیز ښار په غازي ببرک خان عالي لېسه کې د پوهنې وزارت له لوري د ۴۶ مېلیونو افغانیو په لګښت د یوې لیلې  د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې  رېیس کوچي ځاځي د باختر  اژانس سیمه یېز  خبریال ته  وویل چې؛دغه لیلیله په څلورو پوړونو کې  جوړيږي چې  ۷۶ خونې به ولري او د ۲۸۶ زده کوونکو د اوسیدلو ظرفیت به ولري.
په همدې حال کې د پکتیا والي شمېم خان کټوازي د دغې ودانۍ جوړېدل د هغو زده کوونکو لپاره ګټور وبلل په  کومو سیمو کې  چې  د بېلابېلو لاملونو له  امله زده کوونکي نه  شي کولای چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته