کابلباختردميزان ٧
دسرپل ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دکټه قلعه د کلي اوسيدونکي نن دروغتيايي کلينيک خاوندان شول .
دکټه قلعه دکلي لس بستريز روغتون دترکيې دټيکا موسسي په همکارۍ جوړ او ګټي اخستني ته سپارل شوى دى .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا سرپرست ډاکترنورالحق مراد باخترآژانس ته وويل : دغه کلينيک د ترکيې په مرسته د دوه سوه څلرويشتو زرو امريکا ي ډالرو په لګښت په يوپوړکې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوى دى .
ډاکترمراد زيا ته کړه : ددغه کلينيک په جوړولو سره دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو له پلوه دلسو زرو کورنيو ستونزې لرې شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ