سیاست

په کوچنيو نجونو جنسي تيري په پاى کې دښځو دچارو د وزيرې پښه دمشرانو جرګې ته وکښله.

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
مشرانو جرګې په لس کلنې نجلۍ دجومات دملا امام د جنسي تيري په اړوند چې له ده څخه ديني مسئلې زده کولې؛ دښځو دچارو وزيره راوغښتله او دجنسي تيريو او تاوتريخوالى د زياتوالى په اړوند يې خپله انديښنه طرحه کړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دهيواد په بيلابيلو ولايتونوکې دتاوتريخوالى دکچې له زياتوالي سره جوخت په دې وروستيو وختو کې په کندز ولايت کې دجومات ملاامام په يوې لس کلنې نجلۍ باندې چې له ده څخه يې ديني مسئلې زده کولې؛ جنسي تيرى کړى دى .
ددغه ملا امام عمل او ددغه شان تيريو زياتوالي دمشرانو جرګې دغړو دانديښنې سبب ګرځيدلى دى  او دمشرانو جرګې ددغې موضوع په اړوند دښځو دچارو وزيره وغوښتله او ددغه شان غير انساني پيښو دمخنيوي په مقصد يې دښځو دچارو وزارت د ګړو وړو او ددغه شان پيښو د زياتوالي د دلايلو غوښتنه کړې ده.
د ښځو د چارو وزيرې حسن بانو غضنفر د سناتورانو د انتقادونو په ځواب کې وويل چې د تيرو کلونو په بهيرکې يې په دې لاره کې ځينې کارونه ترسره کړي دي.
ده زياته کړه: زموږ صلاحيت او مسووليت د دې څرګندوى دي چې له بده مرغه خدمتونه نه وړاندې کوو او په همدې سبب دى چې ديارلس نور وزارتونه يې له موږ سره همکار کړل ، هغوى بايد خپل خدمتونه وړاندې کړي.
د ښځو او دکوچنيو نجونو پرخلاف تاوتريخوالى په داسې حال کې زور اخستى دى چې په هيوادکې د ښحو د حقوقو په سلګونو کورنى او بهرنى مدافع بنسټونه فعاليت کوي او د افغان ښحو په نامه له ملي او نړيوالو بنسټونو څخه پيسې اخلي. خو لا تراوسه پورې افغان ښځې د خپلو حقوقو د دفاع لپاره مشخصه پته نه لري.
د ښځو د حقوقو د دفاع د برخې يوه فعاله مينا چې د هيچ بنسټ غړيتوب نه لري او د قلم په وسيله دهيواد د ښځو د حقوقو د حقوقو دفاع کوي؛ وايي: تر هغه وخته پورې چې په هيوادکې د ښځو د حقوقو دفاع انجويي وي؛ هيڅ يوه ښځه په خپلو حقوقو برلاسي نشي پيداکولاى.
حبيبه کارګر چې په تيرو وختونوکې يې د هيواد د ښځو د ديموکراتيک سازمان غړيتوب درلود او د هيواد د ښځو د حقوق د اعاده کولو لپاره يې مبارز کړې ده؛ وايي:
د ښځو د حقوقو د تامينولو په لاره کې د کار پروژه کولو د هيواد د سراسري غورځنګ د جوړولو مخه نيولې ده .
دې زياته کړه: تر هغه وخته پورې چې د پسيو موضوع طرحه وي او ښځې په خواره واره ډول د ښحو د حقوقو د دفاع په لاره کې کار وکړي؛ د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى مسئله کمښت نه مومي، بلکې ټول په هيوادکې په ښځو د جنسي تيري، تاوتريخوالى او د ښځو د نورو حقوقو د ترپښو لاندې کولو شاهدان يو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته