نړۍ

په کويټ کې په امريکايي سرتيرو تروريستي بريد

دکويټ ښار پرس ټي وي   باختردتلې د مياشتې  ١٩  :
په کويټ کې دامريکا سفارت اعلام وکړ چې په کويټ کې دامريکايي سرتيرو دسپرلۍ له موټر سره دلارۍ موټر ټکر تروريستي بريد دى.
دغه سفارت پرون په  يوه وينا کې وليکل ؛ په  کويټ کې دامريکا سفارت تائيدوي هغه څه چې په لومړي سرکې  په کويټ کې  ددريو تنو ميشتو پوځي پرسونل لپاره يوه عادي ترافيکي پيښه بريښيده،  په حقيقت کې دتروريستي بريدلپاره هلې ځلې وې.
دغه بريد دتيرې پنجشنبې په ورځ ترسره شو او امريکايي سرتيرو ته زيان  ونه رسيد.
په کويټ کې دامريکا سفارت دغه راز څرګنده کړه چې دغو سرتيرو مصري موټر چلوونکى دده  دليږدونکې واسطې  له اور اخيستنې وروسته وژغوره .
دکويټ دکورنيو  چارو وزارت څرګنده کړه چې مصري موټر چلوونکى نيول شوى  او له ده سره  دداعش  له تروريستي ډلې سره  دده دوفادارۍ داعلام په باب يو ليک ترلاسه شوى دى.
ددغه وزارت  له اعلام سره سم  مصري  ٢٨ کلن  موټر چلوونکى  چې ابراهيم سليمان نوميږي يو کمربند او هغه مواد چې داسې بريښي د چاوديدونکي کمربند د جوړولو لپاره دي  ، له ځان سره لرل.
په همدې حال کې دکويټ  رسمي خبري آژانس وليکل چې دغه موټر چلوونکى له وارخطايي سره مخامخ شوى  او ټپي شوى دى او دپوليسو دمامورينو تر نظر لاندې په روغتون کې شپې سباکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته