په کونړ کې ۹ ټنه تاریخ تېر درمل او بې کیفته خوراکي توکي وسوځول شول
کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر
د کونړ د عامي روغتیا ریاست په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي له لوري د روان کال په جریان کې ۲۰۶ قلمه تاریخ تیري درمل، ۵۲ قلمه غیرالکولي مشروبات او خوراکي توکي راټول شوي وو، چې نن د ولایت مقام، چاپیریال ساتنې ریاست او اړوند نورو ادارو استازو په شتون کې وسوځول شول.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص وویل چې د مؤظف پلاوي له لوري د روغتیایي اصولو سره سم د مرکز او ولسوالیو له درملتونونو او هټیو څخه دغه تاریخ تېر درمل، غیرې الکولي مشروبات او خوراکي توکي راټول شوي او راتلونکي کې به دغه لړۍ جدي تعقیب کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې په پراخه اندازه بې کیفته او تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له منځه وړل شوي وو.