ټولنه

په کونړ کې ۱۳ښوونځیو لپاره تجهیزات برابر شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې ادارې په کونړکې د ۱۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۳ ښوونځیو کمپیوټر خونو لپاره تجهیزات برابر کړل.
ځايي چارواکي وايي چې په تجهیزاتو کې لمریزه برېښنا، میزونه، څوکۍ او نور وسایل شامل دي چې د زده کوونکو زیاتې ستونزې به ورسره اوارې شي.
د کونړ والي محمد اقبال په ښوونځیو او نورو اکاډمیکو مرکزونو کې د کمپیوټر او انټرنټ اسانتیاوې رامنځته کول د وخت اړتیا یاده کړه او هیله یې وښوده چې په نورو ښوونځيو کې به هم د یادو اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې وکړي.
د پوهنې ریاست مرستیال عبدالقهار اخوندزاده هم د زده کوونکو د مهارتونو،معلوماتي او علمي کچې لوړولو لپاره په ښوونځيو کې د کمپیوټر او انټرنټ شتون مهم یاد کړ او د کونړ له والي یې وغوښتل چې د پوهنیز بهیر په پیاوړي کولو کې له یاد ریاست سره خپله همکاري جاري وساتي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته