خبرونهامنیت

په کونړ کې یو ځوان له شخصي بندخونې څخه ازاد شو

کابل، د غوايي ۲۵مه، باختر

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په کونړ ولایت کې تر ۶ میاشتو بند وروسته له شخصي بندخونې څخه د یوه ځوان د ازادولو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ د امر بالمعروف، نهي عن المنكر او شکایتونو اورېدلو آمریت محتسبينو د منګول په کلي کې یو ځوان د احسان الله په نوم چې د خپل تره له لوري په شخصي زندان کې شپږ مياشتې ساتل شوی و د یادې ولسوالۍ د محتسبينو له لوري پیدا او د امنيتي ارګانونو په همکارۍ آزاد او خپلې کورنۍ ته ستون شو.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ یاد ځوان چې شپږ میاشتې د خپل تره له لوري د ميراث غوښتلو له کبله بندي او سخت شکنجه شوی هم دی.

د يادولو ده، چې څه موده وړاندې هم د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د محتسبينو له لوري یوه مېرمن، چې د تره د زامنو له لوري په شخصي زندان کې ۱۲ کاله ساتل شوې وه، پيدا او د امنیتي ارګانونو په مرسته ازاده شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته