په کونړ کې ښځو لپاره باغچې جوړېږي
کابل / د سلواغې ۲۹ مه / باختر
د کونړ سیمه ییز مسوولین د یو مرستندویه بنسټ په مرسته زرګونو اړمنو کلیوالو ښځو لپاره د کارموندنې هڅې کوي.
ټاکل شوې ده دغو ښځو ته د کرنې او د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخو کې د کار زمینه برابره شي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نږدې ۲۰۰۰ ښځو لپاره د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې باغچې جوړېږي.
د (اف. جي. ای) بنسټ دغه لړۍ د کونړ د کرنې ریاست په همکارۍ پیل کړې ده.
د دغه بنسټ مسوول ارشاد الحق وايي چې پر اصلاح شویو تخمونو سربېره دوی ته د مېوو او سبو د تولید په برخه کې روزنیز ورکشاپونه هم جوړوي.
خاص کونړ او په سرکاڼو کې اړمنو ښځو د باغونو جوړولو هر کلی وکړ او هغه یې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د اقتصادي ودې سبب وباله.
د ښځو لپاره د کورنیو بڼونو جوړولو پروګرام د خوړو او کرنې نړیوال سازمان له لوري تمویلېږي.
دغه پروګرام همدا اوس د هېواد په ختیځ، لویدیځ او شمال کې هم پیل شوی دی.
ع