په کونړ کې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
– کابل باختر د زمري څوارلسمه
په داسې حال کې چې دکونړ ولايت په ځينو برخو کې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات دغه راز دوام لري ، پوځي مقامات دډار اچوونکو له شتون څخه دڅو کليو د پاکولو خبرې کوي .
دغه عمليات څه ناڅه درې ورځې مخکې داسمار داو غازي اباد ولسواليو په ځينو برخو کې دسلګونو پوځيانو په ګډون پيل شول او اوس هم دوام لري .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو پوځي عملياتو دبهير په نوي اقدام کې څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي .
ده وويل پوځيان بريالي شوي دي چې په غازي اباد او اسمار کې دطآلبانو او داعشيانو څو مرکزونه له منځه يوسي .
په دغو عملياتو کې تراوسه پورې څه ناڅه شل تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي او په لسګونو تنه نور ټپيان شوي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم