کابل باختر دغويي دمياشتې ١٥ نيټه :
دکونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو پرخلاف د پوځيانو پيل شوي عمليات پاى ته ورسيدل.
پوځي مقامات وايي: په دغو عملياتو کې بريالي شوي دي چې؛ د ماڼوګي ولسوالۍ پاتې سيمې د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکې کړي.
دغه پوځي عمليات څه ناڅه لس ورځې مخکې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو ډلو د شتون او فعاليتونو له زياتوالي وروسته پيل شول او تر نن سهارپورې يې دوام وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې؛ د دغو عملياتو په بهيرکې د ماڼوګي ولسوالۍ په لسګونو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول او ډار اچوونکو ته ېې د سر دروند زيان هم واړاوه .
ويل کېږي په دغو عملياتو کې د طالبانو او داعشيانو څو سنګرونه هم دړې وړې شوي دي.
مخکې له دې په ماڼوګې کې په ترسره شويو عملياتو کې خبر ورکړ شوى و چې دغه ولسوالۍ د ډاراچوونکو له شتون څخه پاکه شوې ده خو د خلکو د څرګندونوله مخې د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې اوس هم د وسله والو طالبانو او داعشيانو تر کنترول لاندې دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ په کونړ کې د يولر چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورانو نن سهار دکونړ ولايت په ګڼ ميشتولارو کې شپږ ماينونه کشف اوشنډکړل .
تراوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى خو سيمه يېز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونود ښخولو عاملين بولي.
پاىج ذ