کابل /د زمري ٣مه / باختر
د يوه استنادي ديوال په جوړېدو سره په کونړکې ٢٥٠جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاونو له احتمالي خطر څخه خوندي شوي.
دغه ديوال د ٦٠٠ مترو په اوږدوالي په واټه پورې ولسوالۍ کې د سيند ترڅنګ جوړ شوى دى.
د کليو د بيا رغاونې اوپراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغه ديوال په جوړېدو سره ٢٥٠جريبه کرنيزه ځمکه د سېلاوله خطرڅخه خوندي شوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې سېلاونو کلونه کلونه د بزګرانو کروندې ويجاړې کړي اودوي ته يې مالي زيان اړولې .
-سعيده- اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ