په کونړ کې نږدې ۳۰۰ کورنیو مرسته ترلاسه کړه
کابل/ د چنګاښ ۲۰ مه / باختر
د خوړو نړېوال سازمان د کونړ په غازي آباد ولسوالۍ کې له ۲۸۰ بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه.
د کونړ مرستیاله برېښنا شېرزۍ وايي چې په یاده مرسته کې هرې بې ځایه شوې کورنۍ ۶ زره ۵۵۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
په ورته وخت کې سلګونو دیني عالمانو نن په کونړ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د طالبانو د کړنو پر خلاف غونډه وکړه.
دوی په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د سر په بیه به د ملت او خاورې ساتنه کوي.
وصال