په کونړ کې نږدې۷۰۰ بېځایه شویو کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړه

۹- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
د کډوالۍ نړیوال سازمان په کونړ کې له ۶۸۲ بېځایه شویو کورنیو سره د ۱۳ میلیونو ۸۷ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د کونړ د کډوالو چارو رییس عبدالرشید ساپي وویل چې دغه ریاست د ژمنیو مرستو په دوام، د کډوالو چارو د نړیوال سازمان (IOM) نغدي مرسته پر یادو کورنیو چې د جګړو او نا امنیو له امله بېځایه شوې دي؛ ووېشله.
ساپي زیاته کړه چې په دې دوره کې هرې کورنۍ ته ۱۵زره۳۵۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړ شوې او پر اړو او بېوزلو کورینو د مرستو د وېش بهیر دغه راز دوام لري.
هغه وویل: دغه مرسته له هغه کورنیو سره کېږي چې د جګړو او ناامنیو له امله له لرو پرتو سیمو څخه اسعدآباد ښار ته بېځایه شوې دي.
د شوړیک سیمې یو بېځایه شوي پر یادې مرستې خوښي وښوده او وویل چې دوی د نا امنیو او وسله والو جګړو په دلیل له خپلو ټاټوبو څخه بېځایه شوي دي او په بېوزلۍ کې شپې سبا کوي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو چارو ریاست او نړیوالو مرستندویو بنسټونو له دې وړاندې هم له بېځایه شویو کورنیو سره ورته مرستې کړې دي.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته