په کونړ کې مدرسو ته نوي چاپ شوي کتابونه ورکړل شول

کابل/ د غبرګولي ۳ مه/ باختر
په کونړ کې د دیني مدرسو مسوولین وايي چې د نوي نصاب چاپ شويو کتابونو په ترلاسه کولو سره د مدرسو ستونزې اوارې شوې.
په کونړ کې د مولوي محمد هاشم منیب د مرکزي دار العلوم مدیر مولوي سید ولي الله وایي چې د نویو کتابونو په ترلاسه کولو سره یې ستونزې اوارې شوې.
په ورته وخت کې د پوهنې ریاست د اسلامي تعلیماتو مرستیال برهان الدین وایي چې په کونړ کې د ديني مدرسو په جوړېدو سره د هغو شاګردانو ستونزې اوارې شوې چې له دې وړاندې به کاونډیو هېوادونو ته د زده کړې لپاره تلل.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په کونړ کې ۵۲ زره شاګردان په دیني زده کړو بوخت دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته