خبرونهTOPښوونه او روزنه

په کونړ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل، د تلې ۶مه، باختر
د کونړ په مرکز اسعد آباد ښار اړوند ساګي سیمه کې د یوې لېسې د ودانۍ د بنسټ ډبره د پوهنې، عامې روغتیا او مخابراتو د سرپرست وزیرانو او د يو شمېر سیمه ییزو مسئولینو په شتون کېښودل شوه.
د پوهنې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا، په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ويلي چې د هېواد په لرې پرتو او محرومو سيمو کې د هېواد بچیانو لپاره د زده کړو د آسانتياوو برابرول، د پوهنې وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.
ويل شوي چې د ياد ښوونځي پر رغولو شاخوا ۱۸ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د یوه همکار بنسټ له‌خوا ورکول کېږي.
هېره دې نه وي چې ياده لېسه په دوو پوړونو کې جوړېږي او د اړينو ملحقاتو ترڅنګ به ١٤ درسي خونې ولري او په جوړېدو سره به يې ۴۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته