په کونړ کې د هوايي بريدونو له امله داتو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د کب شپږ ويشتمه :
په کونړ ولايت کې د هوايي بريدونو له امله اته  تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوى په مرکزونو کې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د بې پيلوټه جنګي الوتکو په دغو بريدونو کې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل چې، د وسله والو او داعشيانو په ډلې پورې اړوند د دوى په يوه مرکز اوهم يو نامعلوم ځاى ته دتګ په وخت کې بريد وشو
دغه جګړه  په مانوګي  کې د داعشيانو په سنګرونو له مرګاني بريد وروسته  ونښته  .
هغه پيښه چې ادعاکيږي پکې د داعشيانو يوقوماندان له دريو ماشومانو سره ووژل شول .
سيه ييز مقامات وايي وژل شوي ماشومان د داعشيانو له خوا د ځانمرګو بريدونو لپاره روزل کېدل. خو د کلي اوسيدونکي وايي په دې بريد کې  د ښوونځي درې تنه زده کوونکي ماشومان وژل شوي دي .
دغه راز پوځيان په کونړ ولايت کې دعملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي.  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته