امنیت

په کونړ کې د نهو تنو ډار اچوونکو وژل کېدل او د يولړ چاودنو مخنيوى

کابل باختر د ثور  لسمه
٩ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه ډار اچوونکي تېره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د پوځيانو سره په نښته کې ووژل شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ د ملي اردو د پوځيانو د ډلې په بريد کې  ٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل: په دغو وسله والو  طالبانو  په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت  و ، بريد وشو
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې؛ په کونړ  ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار د دغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ  ماينونه کشف او شنډ کړل .   ختم_ عطاالله  _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته