امنیت

په کونړ کې د نهه تنو ډاراچوونکو وژل کېدل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٤نېټه:
په کونړ ولايت کې ٧ تنه ډار اچوونکي له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
دغه ډار اچوونکي تېره شپه په  دانګام ولسوالۍ  کې د  پوځيانو په ډلې له بريد وروسته ووژل شول .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې؛ د ملي اردو د پوځيانو په دغه بريد کې  ٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.                                                                                                                        ده وويل: په دغو وسله والو  طالبانو  په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت  و ، بريد وشو.
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې؛ په کونړ  ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو پرون   سهار د دغه   ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې درې  ماينونه کشف او شنډ کړل .
دوى وايي داعشيانو او طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړي ووژني خو بريالي نه شول. پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته