خبرونهټولنه

په کونړ کې د موټر د چپه کېدو او د یوه کور د چت پرېوتو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي

کابل د زمري ۲۰مه، باختر 

د کونړ ځايي مسوولینو په دغه ولایت کې د یوه موټر چپه کېدو او د یوه کور د چت پرېوتو له امله د ۱۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د یاد ولایت د ناړۍ ولسوال امین الله د باختر اژانس خبریال ته ویلي، چې د دغه ولسوالۍ په شاوخوړ سیمه کې د یوه موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي. 

په ورته وخت کې د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالې ادارې مسوولین وایي چې بېګاه د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې درې ښځې او درې ماشومانې ټپيان شوې دي. 

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته