په کونړ کې د طالبانو یو قومندان له درېو ملګرو سره یې ووژل شو

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په کونړ کې د ملي امنیت ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شلتن ولسوالۍ کې د یو قومندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل نیول شوی دی.
په کونړ کې د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ليکل شوي دي چې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان قاسم او نورو ملګرو یې د شلتن ولسوالۍ اړوند کڅ سېمه کې له خلکو عشر راټولول چې پرې د ملي امنيت صفر ۴ قطعې عمليات ترسره کړل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې په عملياتو کې د یو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي او يو بل يې نيول شوى دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته