امنیت

په کونړ کې د طالبانو پوځي مسوول له شپږو ملګرو سره يې ووژل شو

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
په کونړ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د يولړ عملياتو په پايله کې د پوځي مسوول په ګډون اووه وسله وال طالبان ووژل شول.
د کونړ د والي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې د طالبانو نظامي مسوول په زبير مشهور عبدالرحمن له شپږو ملګرو سره یې د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شو.
خبرځاى زیاتوي چې په دغو عملياتو کې د دښمن جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اشرفي- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته