په کونړ کې د دريو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل
اسعداباد / باختر/ دغبرګولي دمياشتې١٦نيټۀ :
د کونړولايت په مربوطات کې د وسله والو طالبانو او داعشيانو ترمنځ په نويو نښتو کې درې تنه داعشيان ووژل شول.
د هېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ دغه نښتې د کونړ اوننګرهار په ولايتونو کې د يوې ډلې پربلې ډلې د واکمنۍ غوښتنې پرسر رامنځته شوي دي.
ده زياته کړه په دې نښته کې يو زيات شمير ډاراچوونکي ټپيان شوي چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
له دې مخکې هم ددغوډلو ترمنځ د پيسودويش پرسرڅو ځلې نښتې رامنځته شوي دي.
پاى ذکرالله