په کونړ کې د داعش یو قوموندان تسلیم شو

کابل / د کب ۲۲مه / باختر
د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د داعش یو قومندان د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې، تسلیم شوی کس محمد ربي نومېږي چې د کونړ په نورګل ولسوالۍ کي یې فعالیت کاوه.
د کونړ مرستیال والي د داعش د دغه قومندان په راتګ خوښي وښوده چې خپله وسله یی پر ځمکه کېښوده او حکومت ته تسلم شو، تر ده وړاندې هم د داعش دېرش کسان اسلامي امارت ته تسلیم شوي وو.
صدیقي