امنیت

په کونړ کې د داعش يو غړی وژل شوی او ۴ تنه نور نيول شوي دی

دجلال ابادښار باختر دلړم دمياشتې ١١نيټه : د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د داعش په يوه مرکز بريد کړی چې په نتيجه کې يو تن وژل شوی او ۴ تنه نورنيول شوي دي. د کونړ د امنيې قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان وويل، تېره شپه ګډو ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ په ديوه ګل کلي کې عمليات ترسره کړل چې له امله يې د داعش د ډلې يو مشر وژل شوی او ۴ تنه نور يې نيول شوي دي. فريدالله دهقان وويل، په دغو عملياتو کې ملکي وګړوزيان نه دى اوښتى. اوښتې. دداعش ډلې تر اوسه پورې د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته