امنیت

په کونړ کې د توغنديو دلګيدو له امله يوځنګل اور واخيست

اسعداباد باخترد وږي دمياشتې  ١٢  :
يوسلويو توغندي تيره شپه دپاکستاني پوځيانو له خوا په کونړ ولايت وتوغول شول  چې دسرزيان يې نه درلود او  مالي زيان يې اړولى دى .
دکونړولايت  امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه توغندي  ددانګام او شيګل ولسواليو په ځينو برخو توغول شوي دي   چې له امله يې په  دانګام ولسوالۍکې يوه ځنګل اور واخيست او عامه شتمنيو ته يې زيان اړولى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته